په پام کې ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو نن دوشنبه د ايران په وړاندې د امريکا نوې ستراتېژي اعلان کړي.
وروسته له هغې چې تېره مياشت دى د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، دا بهيې لومړۍ لويه وينا وي.
پامپيو به په خپله وينا کې له ايران سره پر نوي اټمي تړون د سلا کېدو لپاره، د ډيپلوماتيکې لارې نقشه په ډاګه کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو تېره اوونۍ وويل، دغه نوې تګلاره به د ايران د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره يو چوکاټ رامنځته کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا وينا په داسې حال کې کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ دوه اوونۍ مخکې د ايران د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او پر تهرانيې بيا اقتصادي بنديزونه ولګول.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل چې پامپيو د دې وينا په درشل کې د جرمني، فرانسې او بريتانيا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره ځينې سلا مشورې کړې دي.
د امريکا تر څنګ، چين، روسيه، جرمني، فرانسه او بريتانیا هم د دغه اټمي تړون له لاسليکوونکو څخه دي.