نامعلومو وسلهوالو نن دوشنبه سهار د کندهار د میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سيمه کې پنځه ماین پاکان وژلي او یو یې له ځان سره ژوندی بيولی دی.
د کندهار د والي ویاند محمد داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسلهوالو نن سهار د "AMDC" مؤسسې پر کارکوونکو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې د دې مؤسسې ۵ کارکوونکي وژل شوي او وسلهوالو یو ژوندی له ځانه سره بیولی دی.
د احمدي په وینا، "AMDC" په نوم د دغې مؤسسې کارکوونکو په سیمه کي د ټاپي پروژې لپاره د ماین پاکولو او سروې کولو مسؤلیت درلود.
چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړي، ترڅو په پېښه کې ښکېل کسان ونیسي.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.