د عراق شیعه ملا مقتدا الصدر چې ائتلافيې د هېواد په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي، وايي د عراق راتلونکی حکومت به پراخ بنسټه وي.
الصدر پرون یکشنبه په بغداد کې له صدراعظم حیدر العبادي سره تر کتنې وروسته وویل، موږ به هېڅڅوک لیرې نهکړو، موږ به د اصلاحاتو او شفافیت لپاره کار وکړو.
د عراق په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې هېڅ ډلې او ائتلاف په یوازې سر د حکومت د جوړولو لپاره د پارلمان له ۵۰ زیاتې څوکۍ نهدي ترلاسه کړي.
تمه ده چې د یوه ائتلافي حکومت په اړه د عراق د سیاسي ډلو او ګوندونو ترمنځ تر راتلونکو څو میاشتو خبرې او سلامشورې دوام وکړي.
مقتدا الصدر چې د بغداد ښار په غریب مېشتو سیمو کې زیات ملاتړي لري، یو وخت د مهدي لښکر په نوم د ملېشې ځواک مشر و چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په عراق کې له امریکايي ځواکونو سره جنګېده.