ټرمپ به له عدلیې وزارت نه د یو لړ تحقیقاتو د پيل غوښتنه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، له عدلیې وزارت نه به د یو لړ تحقیقاتو د پيل غوښتنه وکړي.

هغه ویلي عدلیې وزارت دې معلومه کړي چې ایا د ده د ۲۰۱۶ میلادي کال د انتخاباتو په کمپاین کې «اېف. بي. ای» د سیاسي اهدافو په خاطر نفوذ کړی و یا هم د اوباما له ادارې چا داسې غوښتنه مطرح کړې وه که څنګه؟

ټرمپ دا خبره پرون په ټویټر لیکلې ده او ویلي یې دي چې سبا به رسماً خپله غوښتنه مطرح کړي.

تر دې مخکې څو واره ولسمشر ټرمپ په خپل کمپاین کې د «اېف. بي. ای» د جاسوس د موجودیت په اړه یادونه کړې ده.

ګڼو محافظه‌کارانو هم د ټرمپ دا خبره یاده کړې، خو کوم ثبوت‌یې نه‎دی وړاندې کړی.

د عدلیې وزارت داخلي تفتیش له مخکې د جمهوري غوښتونکو د شکایتونو څېړنه پیل کړې چې ایا «اېف. بي. ای» د روسیې د قضیې په ارتباط د تحقیقاتو په لومړیو کې کومه ناغېړي کړې ده که څنګه؟

د ولسمشر ټرمپ د کمپاین ځیني ملګري تورن دي چې له روسیې سره‌یې پټې معاملې کړي او اوس وخت یو خاص مفتش رابرټ مولر په‎دې اړه تحقیقات مخته وړي.