خوګیاڼی: د رمضان کپ سیالیو د اتلولۍ جام د زهیر زوی ته ورکړل شو

د ننګرهار والي او ګڼو مدني فعالانو په جلال‎اباد ښار کې د رمضان کپ سیالیو د اتلولۍ جام له کومې لوبې پرته د هدایت‌الله زهیر زوی ته ورکړ.

هدایت‌الله زهیر مدني فعال او د کرکټ لوبو تنظیموونکی و چې د جمعې په شپه د کرکټ پر سټډیوم په برید کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د هدایت‌الله زهیر او نورو وژل شویو کسانو د یادښت د مراسمو په اړه چې پرون شپه په کرکټ سټډیوم کې جوړ شوي و ازادي راډیو ته وویل:

"د شهید هدایت‎الله زهیر د یاد په‎پار هغه کپ چې باید د دې لوبو بریالي ټیم ته ورکړل شوی و پرته له دې چې کومې لوبې ترسره شي، د ننګرهار د والي له لوري د شهید زوی ته ورکړل شو."

د جمعې په شپه په جلال‎اباد کې د کرکټ په سټډیوم کې په درې پرله‎پسې چاودنو کې پر هدایت‌الله زهیر سربېره اووه کسان ووژل شول او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د دې بریدونو جدي پلټنه روانه ده.