د کندهار په ښورابک کې ۷پاکستاني وسله وال وژل شوي

چارواکي وايي، د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو په حمله کې ۷ وسله وال وژل شوي چې ټول پاکستاني اتباع دي.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر وسله والو تېره شپه د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه وکړه چې د پولیسو په متقابلو ډزو کې ۷ وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د احمدي په وینا وژل شوي وسله وال ټول پاکستاني اتباع دي چې د سیمې د اوسېدونکو په مرسته د هغوی جسدونه پاکستاني لوري ته سپارل شوي.

چارواکي وايي چې په دغه جګړه کې افغان سرحدي پولیسو ته تلفات نه دي رسېدلي.

تر اوسه د ښورابک ولسوالۍ د جګړې په اړه هېڅ يوې وسله والې ډلې تبصره نه ده کړې.