چارواکي: په خاص اروزګان او چورې ولسوالیو کې ۲۴ طالبان وژل شوي

په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وایې، د اروزګان په خاص اروزګان او چورې ولسوالیو کې د ځمکنیو او هوایي بریدونو پر مهال، ۲۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د دغې قول اردو ویاند یحی علوي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاڼیز عملیات د نصرت په نوم د پیل شویو عملیاتو یوه برخه ده او د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د خاص اروزګان او چورې ولسوالیو په یوشمېر سیمو کې ترسره شوي دې.

نوموړی وایي، په وژل شویو او ټپیانو کې طالب مشران هم شامل دي.

علوي وایي، د عملیاتو پرمهال د وسله والو سپکې او درنې وسلي هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې خاص ارزګان او چورې ولسوالۍ وسله والو طالبانو له
تېرو څو ورځو راهیسې سختې کلابندې کړي دي.