د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په هېواد کې غیر فعاله فابریکې او د نساجي تصدۍ په مختلطو دولتي شرکتونو بدلوي.
د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د بلخ، کندهار، کندز، هلمند او هرات د نساجیو د نیمه یا غیر فعال کارخانو د بدلیدو طرحه، د جمهور رئیس له خوا تصویب شوې ده.
دی وايي، د نساجیو د دغو شرکتونو کار ۷۰ فیصده بشپړ شوی او هندوستان او ازبکستان په دې برخه کې همکاریو ته لېوال دي.
د ښاغلي قوقندي په وینا، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په پام کې لري چې د دغو فابریکو له فعاله کېدو وروسته، دا وزارت په پام کې لري چې د خلکو د اړتیا وړ سوداګریز مالونه په لوړ معیار تولید کړي.