چارواکي: د شمال زون په ۷ناامنه ولسوالیو کې عملیات پیل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي چې د شمالي ولایتونو په څو ولسوالیو کې چې په دې وروستیو کې یې د سقوط یا د وسله والو مخالفینو له خوا د ځینو برخو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي، تصفیوي عملیات روان دي.

د دې قول اردو له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بلخ د چمتال ولسوالۍ په عرب مزاري کلي کې تېره ورځ د ترسره شویو عملیاتو په نتیجه کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په هغو ولسوالیو کې چې عملیات روان دي، دې قول اردو هغه د فاریاب بلچراغ، د بلخ چمتال او چهاربولک، د بغلان تاله وبرفک د سمنګان روی دوآب د کندز قلعه ذال او د تخار خواجه غار ولسوالۍ یادې کړي دي.

دا هغه ولسوالۍ دې چې په دې وروستیو کې ورڅخه د نا امنیو د زیاتوالي ډېر راپورونه ورکړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په چمتال ولسوالۍ کې دوی ته د او ښتو تلفاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.