د خوست د موسی خېلو اوسېدونکو د نجونو تعلیم جبري کړ

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې چې د خپلو نجونو د زده کړو مخه به نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.

د منګلو مشران وايي چې د زامنو په شان يې د لوڼو تعلیم هم ارزښت لري، ځکه هغوی باید خپلو خویندو او میندو ته په هره برخه کې د خدمت کولو جوګه شي.

د منګلو د قوم یاده جرګه چې د موسی خېلو د ځايي چارواکو په بلنه جوړه شوې وه، د نجونو د جبري زده کړو په پرېکړه لیک کې قومي مشرانو او سپین ږیرو لاسلیکونه کړي او د خوست د پوهنې له ادارې يې غوښتي چې په یاده لېرې پرته ولسوالۍ کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو وړ شرایط برابر کړي.

اخوا د خوست د پوهنې ریئس نصیراحمد روښان چې د موسی خېلو ولسوالۍ ته د زده کړو د ښوونیز بهیر د ارزونې په هدف تللی و، وویل چې د نجونو د تعلیم په اړه د مشرانو له قومي پرېکړې سره به یادې ولسوالۍ ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

ښاغلي روښان زیاته کړه، په دې برخه کې به له همکارو ادارو او موسساتو د مرستې غوښتنه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې د دې قومي پرېکړې په پلي کیدو سره به د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو تعلیمي بهیر چټک او اغېزمن شي.