په نورستان کې وروستیو بارانونو زیات مالي زیانونه اړولي

د نورستان اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو بارانونو زیات مالي زیانونه اړولي دي.

دوی وایي، وروستیو اورښتونو او سیلابونه په دغه ولایت کې سړکونه، سربندونه، ویالې او د پاکو اوبو رسولو پایپ سکیمونه ویجاړ کړي او همدا راز يې کښتونه هم زیانمن کړي دي.

دوي له حکومت غواړي چې ویجاړو شوو سرکونو ،پايپ سکیمونو ،ویالو او سربندونو په بیا رغولو کې ورسره پوره مرسته وکړې

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د شنبې په مازیګر ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل:

"د رارسېدلو راپورونو له مخې، د منډول عمومي سړک ډېر زیات تخریب شوی، کانالونه ډېر ویجاړ شوي، د څښاک د اوبو پایپ سکیمونه تخریب شوي، د دواب، منډول، وانټ وایګل، واما، کامدېش او برګمټال نه هم دیته ورته راپونه راغلي، موږ سره د بېړنیو پېښو پرمهال د مرستو اداره لږو زیانونو ته ځواب ویلای شي، خو اوس چې د زیانونو اندازه زیاته ده، له مرکزي حکومته د هر ډول مرستو او لاسنیوي اړتیا لرو."

ځایي اوسېدونکي وایي، دغلته هر کال د اوړي او ژمي په موسمونو کې زیات اورښتونه کېږي چې ډېری وختونه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي .