د قزاقستان هنرمندې سامال یسلیامووا د کن د فلمونو په فیسټیوال کې د تر ټولو غوره ښځینه هنرمندې جایزه ترلاسه کړه.
سامال یسلیامووا ۳۳ کلنه ده.
د تر ټولو غوره فلم لیکنې جایزه د ایراني فلم جوړونکي، جعفر پناهي او ایټالوي فلم جوړونکي، الیس روهرواکر ته ورکړل شوه.
د ایران حکومت پر پناهي له هغه هېواده د وتلو بندیز لګولی، نو له دې امله ونه توانېد چې پرون شنبه د کن د فلمونو په فیسټیوال کې ګډون وکړي یا خپله جایزه ترلاسه کړي.
د فرانسې په کن ښار کې د فلمونو په دې معتبر فیسټیوال کې یوشمېر روسي، جاپاني او پولنډي فلم جوړونکو ته هم جاېزې ورکړل شوې.