کیوبا د وروستۍ هوایي پېښې له امله دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړ

د کیوبا حکومت پرون شنبه د یوې مسافروړونکې الوتکې د سقوط په پېښه کې د وژل شویو کسانو د درناوي لپاره، دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړ .

د جمعې په ورځ یوهبوینګ ۷۳۷ مسافر وړونکې الوتکه د کیوبا له پلازمېنې هاوانا تر پرواز لنډه شېبه وروسته را وغورځېده او تر ۱۰۰ زیات وګړي په کې ووژل شول.

په کیوبا کې څارونکو ویلي چې د الوتکې توره ډبه یا بلک باکس یې سلامت موندلی چې د سقوط د علت په جوتولو کې مرسته کولای شي.

پولیس او نور مامورین لاهم د پېښې په ځای کې د الوتکې د سوځېدلو ټوټو او پرزو په را غونډولو او د جسدونو په موندلو لګیا دي.

د کیوبا ولسمشر میګیل دیاس کنېل پرون شنبه د الوتکې د سقوط او بیا د جسدونو د پېژندنې خاص ځای ته ورغی او ویې ویل:

"د کیوبا د حکومت او زموږ د ګوند (کمونست ګوند) په استازیتوب، غواړم ووایم چې پردې پېښه ډېر خواشیني یوو او د دې خواشینوونکې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې شریک یوو."

ولسمشر ميګيل دیاس کنېل تېره میاشت قدرت ته ورسېد او د خپل جمهوري ریاست په لومړیو اوونیو کې له داسې سترې پېښې سره مخامخ شو چې په دريیو لسیزو کې یې په کیوبا کې ساری نه دی لیدل شوی.

الوتکه د هاوانا دجنوب په شل کېلومترۍ کې، په زراعتي ځمکه کې را لوېدلې ده.

یوشمير بزګرو چې هغه مهال يې په خپلو ځمکو کي کار کاوه، رسنیو ته ویلي چې الوتکه مخکې تر دې چې پر ځمکه را ولوېږي، اور اخیستی و.

د پېښې یوه عیني شاهد چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رويټرز خبري اژانس ته وویل:

"الوتکه له هوايي ډګره تر پرواز وروسته تر دې ځایه را رسېدلې وه، خو داسې معلومېده چې نوره نه شوه لوړېدای، کله چې له کور سره ولګېده، را نسکوره شوه او په کېبلونو کې بنده شوه او بیا ښکته را ولوېده."

د کیوبا حکومتي چارواکي وايي چې په پېښه کې د مړو شویو کسانو د جسدونو د پېژندنې کار پېل شوی دی.

په الوتکه کې زیات مړه شوي کسان د کیوبا دي.

خو د کیوبا دولتي مطبوعات وايي چې دوه تنه د ارجنټاین او همدا راز یوشمېر مکسیکویان چې لا یې دقیق شمېر نه دی څرګند شوی، هم په مړو کې شامل دي.

د پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو او دوستانو هم پرون شنبه د ویر خاص مراسم درلودل، د هغوی عکسونه یې لېږدول او د هغې سیمې شااوخوا راغونډ شوي وو چې پولیسو د مړو د جسدونو د پېژندنې کار پېل کړ.

د کیوبا پولیس وايي چې په پېښه کې یوازې درې ښځې ژوندۍ پاتې شوې، خو ځای ځای سوځېدلې دي، سخته رواني ناکراري لري او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې دي.

په کیوبا کې نن هم ملي ماتم دی او د هغه هېواد بیرغ به پر ټولو رسمي دفترونو او سفارتونو نیم ځوړند وي.

په کیوبا کې تردې مخکې، په ۱۹۸۹ میلادي کال کې هاوانا ته نېږدې د شوروي ساخت یوې الوتکې سقوط کړی و چې هغه مهال ۱۲۶ مسافر په کې وژل شوي وو.