په عراق کې د انتخاباتو کمېسیون د وروستیو خپرو شویو پایلو له مخې، د دغه هېواد په پارلماني انتخاباتو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ د شیعه مذهبي مشر مقتدی الصدر ائتلاف ګټلي دي.
د مې د ۱۲ مې عمومي انتخاباتو رسمي پایلې چې یوه اوونۍ وروسته یعنې نن شنبه خپرې شوې چې له مخې یې د صدراعظم حیدرالعبادي بلاک په درېیم کتار کې راغلی دی.
د هغو کاندیدانو ائتلاف چې د ایران پلوه ملېشو سره اړیکې لري، دوهم مقام خپل کړی دی.
د حکومت پر جوړېدو خبرې به ښایي څو میاشتې دوام وکړي.
مقتدی الصدر نن د نتایجو تر اعلان وروسته په یوې اعلامیې کې وویل:
"ستاسو رأیې زموږ ویاړ دی."
صدر چې د امریکا ضد شخص دی، یو وخت د مهدي لښکر مشر و چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د امریکایي ځواکونو پر ضد جنګېدل.
دغه ملېشه ډله په ۲۰۰۸ میلادي کال کې منحل شوه او د سولې په هغې ډلې بدله شوه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې بغداد ته په نېږدې پرتو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې د عراق له حکومتي ځواکونو سره مرسته وکړه.