د بې پولې خبریالانو ادارې په افغانستان کې د ژورنالیستانو د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې ادارې په رپوټ کې چې پرون جمعه خپور شو، په فراه کې وروستۍ جګړې ته اشاره شوې او ویل شوي چې د جګړې له امله په فراه ښار کې د ۳۰ خبریالانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ و.
په فرانسه کې د بې پولې خبریالانو ادارې د افغانستان او ایران د چارو مسئول، رضا معیني د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د خبریالانو امنیت ونیسي او خپل مسئولیت ادا کړي.
معیني ویلي چې غیر قانوني وسله وال د خبریالانو اصلي دښمنان دي چې د افغانستان حکومت یې باید مخنیوی وکړي.
د بې پولې خبریالانو اداره وايي چې د ۲۰۱۶ مېلادي کال له پېل راهیسې، په افغانستان کې ۳۶ خبریالان وژل شوي دي.