په جلال اباد کې پرلپسې چاودنو اته تنه وژلي او ۴۳ یې ټپیان کړي

په ننګرهار کې د رمضان کپ کرکټ په سیالیو کې د پرلپسې چاودنو له امله اته تنه وژل شوي او درې څلویښت نور زخمیان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په لوبغالي کې د رمضان کپ پيل شوو سياليو پر مهال درې پر لپسې چاودنې شوي.


د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، ددې چاودنو له امله د اتو تنو جسدونه روغتون ته وړل شوي او درې څلویښت تنه نور زخميان شوي.


نوموړی وايي، په وژل شویو کې ددې ټورنمنټ ترتیبوونکی هدایت الله زهیر او د لغمان ښاروالۍ مرستیال ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نېکمل هم شامل دی.

تر اوسه ددې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.