دفاع وزارت: د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ له مخالفینو تصفيه شوه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ د دولت له وسله‎والو مخالفینو تصفيه شوه.

د دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، په‎دې ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم پاک شوي او افغان دفاعي ځواکونه په‎دې ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي دي.

وسله‎والو طالبانو لس ورځې مخکې د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ مرکز ونيوه.

دغه وزارت تر دې مخکې په دغه ولايت کې د دولت ٢١ مخالفو وسله‎والو د وژل کېدو خبر ورکړى و.

دفاع وزارت ويلي و، دغو وسله‎والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تاله‎وبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده.

وسله‎والو طالبانو په‎دې اړه تبصره نه‎ده کړې.