د بريتانيا صحي چارواکو نن د جمعې په ورځ وويل، د روسيې يو پخوانى جاسوس چې په مارچ مياشت کې د اعصابو په فلجوونکې مادې مسموم کړاى شوى و، نن له روغتونه رخصت شو.
سرګي سکريپال او د هغه لور يوليا د مارچ پر څلورمه د انګلستان په جنوبي ښار سالزبري کې په بېسد حالت کې وموندل شول.
يوليا تېره مياشت له تداوۍ وروسته له روغتونه رخصت کړاى شوه.
په هغه پېښه کې د پوليسو يو افسر هم چې د سکريپال مرستې ته ورغلى و، په نښه شوى و، چې هغه هم له روغتون څخه رخصت شوى دى.
د بريتانيا چارواکو نه دي ويلي، چې سکريپال او لور يې چېرې لېږدول شوي دي.