د روسيې پارلمان ته د اساسي قانون په اړه يوه طرحه وړاندې شوې

د روسيې پارلمان ته يوه طرحه وړاندې شوې چې د جمهوري رياست پر دوو پرله‎پسې دورو به د اساسي قانون محدوديت پاى ته ورسوي.

له دې سره ولاديمير پوتين ته زمينه برابرېږي چې تر ٢٠٢٤میلادي کال وروسته هم پر قدرت پاتې شي.

دغه پېشنهادي طرحه د روسيې د دوما يا ولسي جرګې پر ويب‎سايټ نن په داسې حال کې خپره شوې چې څه کم دوه اوونۍ مخکې پوتين د جمهوري رياست نوې شپږ کلنه دوره پيل کړه.

دغه طرحه د چنچنيا د يوه وکيل له خوا وړاندې شوى، د چچنيا رهبر رمضان قديروف په وار- وار له ولسمشر پوتين څخه د وفادارۍ ژمنه کړې ده.

د اوسني اساسي قانون له مخې پنځه شپېته کلن پوتين نه‎شي کولاى تر ٢٠٢٤ میلادي کال وروسته د جمهوري رياست څوکۍ ته بيا ځان کانديد کړي.

پوتين د ولسمشر په توګه تر بيا ټاکل کېدو وروسته ويلي و په اساسي قانون کې د کوم بدلون پلان نه‎لري.