وروسته له هغه چې د امريکا په سنا کې شپږو ډموکراټانو له جمهوري غوښتونکو سره په همغږۍ د دغه هېواد د استخباراتي ادارې د رياست لپاره جینا هسپل ته د تأييد رأی ورکړې، د سېپتمبر د يوولسمې له حملو سره اړوندو د مشکوکو کسانو څخه په سختو پلټنو کې د دې د رول په اړه اندېښنې لهمنځه لاړې.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا جینا هسپل ته ۵۴ د تأييد او ۴۵ منفي رأی ورکړې.
دا په تېرو ۷۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د «سي.ای.اې» د رياست لپاره یو چا په دومره کم توپير سره رأی وړي وي.
هسپل په «سي.ای.اې» کې ۳۳ کاله کار کړی او ډېری وختونه یې پر محرمو دندو کار کړی.
۶۱ کلنه هسپل د کنټاکي ايالت ده، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لويه شوې ده، ځکه پلار يې د امریکا په هوايي ځواک کې دنده لرله.
دې په افريقا، اروپا او نورو ځايو کې چې نومونه يې محرم ساتل شوي، کار کړی او تېرکال يې د «سي.ای.اې» د مرستيالې رئیسې په توګه دنده پيل کړه.
مخکې د «سي.ای.اې» رئیس مايک پومپئو و، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د بهرنیو چارو وزير په توګه نوماند کړ او پر ځای یې هسپل د «سي.ای.اې» د رئیسې په توګه نومانده کړه.
په «سي.ای.اې»کې ډېری چارواکو له هسپل سره ملاتړ څرګند کړی چې پهکې د «سي.ای.اې» د شپږو مخکينیو رئیسانو او درېیو پخواني ملي استخباراتي رئيسانو په ګډون لوړ پوړي استخباراتي افسران شامل دي.
د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دې منتقدين وايي، دا سم کار نهدی چې يوه داسې کس ته د «سي.ای.اې» رياست ورکړل شي چې په تايلنډ کې يې یو پټ زندان اداره کاوه. په هغه زندان کې د ترورېزم په شک پر نيول شوېو کسانو د پلټنو پر مهال په اوبو کې د غرقولو او بېرته را ايستلو تاکتيک کارېده.
هسپل ژمنه کړې ده چې داسې پروګرامونه به بیا هېڅکله نه پيلوي.
دې وويل، اخلاقي دنده به يې د ولسمشر له هر داسې امر عملي کولو راوګرځوي چې دې ته اخلاقاً د منلو وړ نهوي.
درېيو جمهوري غوښتونکو د «سي.ای.اې» د رئیسې په توګه د هسپل د ټاکل کېدو مخالفت کړی.
دوی هر يو د اريزونا ايالت سناتور جان مککېن، د کنټاکي ايالت سناتور رانډ پال او د اريزونا ايالت سناتور جف فلېک دي. سناتور جان مککېن چې د سرطان په ناروغي اخته دی، په رأيو کې ګډون ونهکړ.
شپږو ډموکراټانو چې هسپل ته یې د تأييدي رأی ورکړې، وايي دوی ځکه دا کار وکړ چې د امریکا د مخالفو هېوادونو لکه روسيه، شمالي کوریا، چين او ایران د تهديدونو په مخنیوي کې د هسپل تجربو ته اړتيا ده.
دوی دا هم ويلي چې د هسپل خبره مني چې ګواکې په هېڅ صورت کې به د پلټنو لپاره له تشدده کار نه اخلي.