دُرانی: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۱۲ طالبان او ۴ پولیس وژل شوي

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په مخامخ جګړه کې ۱۲ وسله‎وال طالبان او څلور پولیس وژل شوي،۱۸ وسله‎وال او شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه ناوخته په معروف ولسوالۍ کې د ملي پولیسو پر یو شمېر پوستو حمله وکړه.

د دُراني په وینا په دغه جګړه کې چې تر سهاره يې دوام کړی، څلور پولیس او ۱۲ وسله‎وال وژل شوي، شپږ پولیس او ۱۲ وسله‎وال ټپیان شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.