د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بغلان ولايت کې د دولت ٢١ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د دفاع وزارت په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويل شوي، وسلهوالو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تالهوبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د دښمن دفاعي کرښه ماته شوې او د ملي اردو ځواکونه د دې ولسوالۍ جغرافيې ته داخل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو لس ورځې مخکې د بغلان تالهوبرفک ولسوالۍ مرکز ونيوه.
دفاع وزارت وايي، د ۱۱ وسلهوالو جسدونه نړیوال سره صلیب ته سپارل شوي دي.
دغه وزارت په يوه بله اعلاميه کې وايي، له پرون سهار راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ وسلهوال وژل شوي، ۱۹ تنه نور ټپیان او ۱۶ تنه نیول شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د جمعې په سهار د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خپره کړې ویل شوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ١٦ تعرضي او تصفیوي عملیات، ۷۹ ځانګړي کوماندویي عملیات او د وسلهوالو پر اهدافو ۲ هوایي بریدونه شوي دي.
دفاع وزارت وايي، دا ګډ عملیات د توپچي او هوایي قوتونو په ملاتړ په ننګرهار، کونړ، غزني، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، بلخ، فاریاب، سمنګان، کندز، بدخشان، بغلان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي.
د دولت کومې مخالفې ډلې پهدې اړه تبصره نهده کړې.