ټرمپ: که د شمالي کوریا رهبر له اټمې وسلې لاس واخلي، خوندي به‎وي 

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ته وړاندیز کړی چې که له اټمې وسلې لاس اخېستلو ته غاړه کښېږدي، خوندي به‎وي.

ولسمشر ټرمپ له هغو اندېښنو د خلکو پام اړولو لپاره چې تېره شنبه شمالي کوريا د ټرمپ او کېم د کتنې د لغوه کولو تر خبرداري وروسته ولاړې کړې وې، په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، غواړي کېم جونګ اون ته ډاډ ورکړي چې هغه به د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي په څېر له‎منځه یو نه وړل شي.

قذافي په ۲۰۰۳ میلادي کال کې له اټمي وسلو له لاس اخېستلو سره موافقه کړې وه، خو په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ناټو په مرسته له واکه وپرځول شو.

ټرمپ ویلي، په دغه وړانديز کې چې د شمالي کوريا مستبد مشر ته يې کوي، د هغه لپاره ډېر قوي خونديتوب هم شامل دى چې ده ته توان ورکوي، خوندي او بريالى وي.

د امریکا ولسمشر ویلي، د شمالي کوريا رهبر به په خپل هېواد کې وي او پر دغه هېواد به واک چلوي، هېواد به يې په اقتصادي لحاظ ډېر پياوړى وي.