د نورستان چارواکي وايي، اکثرو ولسوالیو ته يې د نوملېکنې وسایل رسولي او کومو ته چې نهدي رسېدلي هغوی ته بهيې هم ډېر ژر د هوا له لارې انتقال کړي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په سهار ازادي راډیو ته وویل، د نورستان زیاتو ولسوالیو تهيې په ټاکنو کې د ګډون لهپاره د نوملېکنې ټول توکي رسولي دي.
والي وړاندې وویل:
"د نورګرام، واما، وایګل، کامدیش او برګيمټال ولسوالیو ته مو مواد ورسول، د نوملېکنې بهیر چټک شوی. پهدې درې-څلورو ورځو کې ګراف لوړ دی، ما چې تېره ورځ معلومات ترلاسه کړي وو؛ په هغه کې راته ویل شوي چې ۴۷۰۰ کسانو نومونه لیکلي وو او کومو سیمو ته چې مواد نهدي رسیدلي، هلته به يې هم د هوا لارې انتقال کړو."
د نورستان والي زیاته کړه، تر اوسه يې د نوملیکنې او د تذکرو د ویش په برخه کې کومې امنیتي ستونزې سره نهدی مخ شوی او که څوک د ګډوډۍ او مشکلاتو پیدا کولو هڅه وکړي، نو افغان ځواکونه او قومونه به يې هڅې ورشنډې کړي.
د لویدیځ نورستان د درېیو ولسوالیو اوسیدونکو تېره اوونۍ په یوه غونډه کې پریکړه کړې وه چې ټول به تذکرې اخلي او نوملېکنه به کوي او همدا راز به د یادو دوو پروسو د مامورینو امنیت ساتي.
عبدالغفار یې په اړه وایي:
"قومونو پریکړه وکړه چې حکومت به د تذکرو او نوملېکنې په برخه کې اسانتیاوې برابروي او ولس به يې د مامورینو امنیت ساتِ، ټول خلک به تذکرې اخلي، نوملیکنه به کوي او په ټاکنو کې به برخه اخلي."
نورستان یو غرنی ولایت دی چې کامدیش، برګيمټال، دواب او منډول ته يې ډېری وختونه غځېدلې لارې د دولت د وسلهوالو مخالفینو لهخوا د حکومت پلوه کسانو پر وړاندې بندې وي.
تر اوسه دا نهده معلومه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لهپاره روانه نوملېکنه به د ولس د پریکړې پراساس د امنیت په فضا کې ترسره شي؟
د نوملېکنې پروسې یوه میاشت د ولایتونو په مرکزونو کې دوام وکړ، اوس د دې ترڅنګ چې په مرکزونو کې دغې پروسې ته یوه میاشت نور وخت هم ورکړل شو، خو د دې ترڅنګ تېره سې شنبه یاده پروسه ولسوالیو ته هم وغځېده.
راپور: روحالله نوري- نورستان