د جوزجان پولیسو ۸۸ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي

د جوزجان پولیسو ۸۸ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد نیولي دي.

د جوزجان ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني رسنیو ته وویل چې دوو قاچاق کوونکو غوښتل په موټر کې ۸۸ کېلو ګرامه ځای پر ځای کړي تریاک د بلخ ولایت له چاربولک ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز شبرغان ته قاچاق کړي چې د پولیسو له‎خوا ونیول شول.

تورن کسان تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول.