د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د نشهیي موادو د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر خلاف ۲۲ عملیاتونه کړي دي.
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل پولیسو تېره اوونۍ د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر وړاندې ۲۲ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۲۴ کسان له ۲۲۷ ګرامه هیروئینو، ۲۷ ګرامه شیشې، ۵۰۸ ګرامو چرسو او ۴۱۳ کېلو ګرامو تریاکو سره نیولي دي.
نوموړی وايي:
"په تېره یوه میاشت کې مو ۸۲ کسان ونیول چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې نشهيي مواد خرڅول. دغه ډول په هغو ځانګړو عملیاتو کې چې پولیسو په دهسبز ولسوالۍ کې ترسره کړل، څلور کسانیې له ۱۰ کېلو ګرامو هیروئینو سره نیولي دي."
د یادونې وړ ده چې د کابل پولیسو د روان شمسي کال له پیله د نشهيي موادو د خرڅوونکو او کابل ښار څخه د معتادینو د راټولو په برخه کې عملیات پيل کړي چې تر اوسهیې تر زرو زیات معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته سپارلي دي.