په هرات ولایت کې درې تنه د نشهيي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور ونیول شول.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې د اتمې حوزې پولیسو دوه تنه هغه مهال نیولي چې ۸ کېلو ګرامه چرسیې د «اوبه» ولسوالۍ له لارې د ولایت مرکز هرات ته انتقالول.
له بله پلوه د هرات پولیسو د نشهيي موادو یو پرچون خرڅوونکی د هیروئينو له ۵۰۳ پوړیو سره یوځای نیولی چې په ښار کې یې نشهيي مواد خرڅول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د هرات پولیسو په دوو پېښو کې ایران ته د لسګونه کېلو ګرامه تریاکو د لېږلو مخه ونیوله او په دې تور يې دوه ایرانیان هم نیولي دي.