د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون پنجشنبې له خپل سوري سیال بشارالاسد سره د تورې بحیرې په ساحلي ښار سوچي کې وکتل.
د کرملین د ویاند ډمیټري پسکوف په وینا پوتین بشارالاسد ته ویلي چې په سوریه کې امن او ثبات د ټینګېدو په حال کې دی او دا وضعیت به د سیاسي پروسې پرمخ ور پرانېزي.
ډمیټري پسکوف خبریالانو ته وویل، اسد پوتین ته د خپل هغه پلان په اړه معلومات ورکړل چې غواړي د ملګرو ملتونو د سولې د بهیر له غوښتنې سره سم د هېواد په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په اړه د بحث لپاره دې سازمان ته یو پلاوی واستوي.
د کرملین ویاند زیاته کړه چې د روسیې او سوریې ولسمشرانو د سوریې د کړکېچ د سیاسي حللارې پر اړتیا ټینګار وکړ.