د افغانستان د سینما او ټیاټر نامتو لوبغاړی «ف عبادي» په حق ورسېد

د افغانستان د راډیو، ټلوېزیون، سینما او ټیاټر نامتو لوبغاړی «ف عبادي» پرون پنجشنبې د ۷۳ کلونو په عمر په حق ورسېد.

«ف عبادي» د فضل الحق عبادي هنري نوم و. هغه له ۱۹۹۸ کال را په‎دې خوا له خپلې کورنۍ سره د اتریش په پلازمېنه ویانا کې اوسېده او ډېره موده د ناروغۍ په بستر کې پروت و.

عبادي د ۱۳۴۶ او ۱۳۵۶ کلونو ترمنځ لسیزه کې د مشهورو پرله‎پسې داستانونو او راډیويي ډرامونو له نامتو لوبغاړو څخه و چې تر ډېره به یې منفي رولونه لوبول.

د ملي راډیو ټلوېزیون د راډیويي او ټلوېزیوني ډرامو د څانګې پخواني مشر وحید صمدزي د عبادي د هنري مقام په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"خدای بخښلی «ف عبادي» ډېر پیاوړی هنرمند او ډېر ښه لوبغاړی و. هغه وکولای شوای چې د خپل ځانګړي غږ په مرسته تر ډېره منفي رولونه ولوبوي."

په افغانستان کې د ټلوېزیون له جوړېدو وروسته هم عبادي په ډېرو ټلوېزیوني ډرامو کې رول ولوباوه.

په‎دې ډله کې د شیراغا او شیرین‎ګل مشهور سریال د یادونې وړ دی چې عبادي د لال‎اغا رول په‎کې لوبولی و.

د دې ډرامې دوه مرکزي رولونه حاجي محمد کامران او حمیدې عبدالله لوبولي وو.