د پاکستان په نوشیره ښار کې نن د ملېشه ځواکونو پر موټر په يوه ځانمرګي بريد کې یو سرتېری وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
د پولیسو یوه افسر مشال خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې بريدګر د ملېشه ځواکونو موټر هدف وګرځاوه.
په حمله کې د ملېشه ځواکونو د غړو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپيان شوي.
د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي.
بلخوا پاکستانۍ رسنۍ د ځايي پوليس چارواکو له خولې وايي چې ژوبل کسان پوځي روغتون ته وړل شوي چې پهکې د درېیو حالت ښه نهدی.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د پېښې مسئولیت نهدی منلی.