د بغلان ولايت د تالهوبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عمليات دوام لري.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مشرۍ ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو ویاند حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل، طالبانو تېره شپه په نښتو کې په تُرموش او شتر جنګل سيمو کې ۱۰ کلي له لاسه ورکړي دي.
ښاغلی رضايي زیاتوي:
"ترموش او شترجنګل يوه پراخه سيمه ده چې تالهوبرفک ولسوالۍ ته نږدې ده او نږدې ده چې امنيتي ځواکونهيې کنټرول تر لاسه کړي، د باميان لهخوا ځواکونو ځان سیمې ته رسولی، انشاءالله هيله لرو چې ډېر ژر به تالهوبرفک ولسوالۍ ونيسو."
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند همداراز وويل چې له مخالفينو څخهیې ۱۰ کلي بېرته نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.