د فراه ښار د امنیتي وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه

د فراه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکړل شوي دي.

د فراه والي وايي چې په دغه ولايت کې وضعیت اوس‌مهال ارام دی.

د فراه والي عبدالبصير سالنګي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسې وويل:

"د دولتي ځواکونو ترمنځ يو سوء تفاهم رامنځته شوی وو چې دوربينونو يې ربط سره لاره او یو بل‌يې ليدلي او د مخالف فکر یې کړی دی، فايرونه شوي، د شپې له پيل راهيسي تر اوسه تلاشۍ روانې دي، تر اوسه هېڅ شی نه‌دی موندل شوی چې ګواکې طالب دې دلته وي، يوازي زموږ د واحدونو ترمنځ د تېروتنې ډزې شوي."

خو تېره شپه په فراه ولايت کې د نښتو راپورونه راغلي وو.

د فراه امنيه قوماندان فضل احمد شیرزاد تأیيد کړې چې د شپې له‌خوا جګړې دوام وکړ او په سیمه کې تصفيوي عملیات روان دي.

د فراه د ولايتي شورا مشر فرید بختور هم ويلي چې د شپې له ۱۰ بجو تر سهاره جګړه روانه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ وسله‌والو طالبانو پر فراه ښار ډله‌ییزې حملې وکړې او ان د لنډ مهالي لپاره‌یې د فراه د مرکز ځینې سیمې هم ونیولې.

افغان چارواکو تېره ورځ وویل چې په جګړه کې وسله‌والو طالبانو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته دوی په شا تمبول شوي دي.