د اروپايي ټولنې مشرانو له خپلو لوېديځ بالکان سيالانو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې اصلاحاتو ته دوام ورکړي.
د بلغاریا په پلازمېنه صوفيه کې د اروپايي ټولنې هېوادونو په سرمشريزه کې دغې ۲۸ غړي لرونکې ټولنې ته د بالکان هېوادونو صربستان، بوسنيا، مونتهنګرو، کوسوو، مقدونيه او البانيا د نږدې کېدو په اړه خبرې وشوې، خو پهدې اړه څه ونهويل شول چې ايا دوی ته به په نږدې راتلونکي کې د اروپايي ټولنې بشپړ غړيتوب ورکړل شي که نه؟
د بریتانيا صدراعظمې ترزا مې په صوفيه کې خبريالانو ته وويل:
"زه خوشاله يم چې بریتانيا به په جولای مياشت کې د برلین پروسې پر مهال د لوېديځ بالکان کلنۍ سرمشريزې کوربه وي او موږ به د صوفیه د سرمشريزې د نتايجو په اړه په هغه سرمشريزه کې خبرې وکړو او زه فکر کوم موږ به نن ګورو چې په ټوله اروپا کې څه وړ له يو بل سره هماهنګي رامنځته کولای شو چې د لوېديځ بالکان ثبات او بريا په برخه شي."
په ۲۰۰۴ میلادي کال کې اروپايي ټولنې ډېری ختيځو اروپايي هېوادونو ته د غړیتوب وړانديز وکړ.
په ۲۰۰۷ میلادي کال کې بلغاریا او رومانيا او همداراز په ۲۰۱۳ میلادي کال کې کوروشیا د اروپايي ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ.