د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې تېره شپه د نښتې پر مهال ۲ پولیس او ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغې نښته کې ۳ پولیس او ۶ طالبان ټپیان شوي هم دي.
نوموړي زیاته کړه چې طالبانو دغه بریدونه د قرهباغ ولسوالۍ له مرکز نه په ۲۰ کېلو مترۍ کې د عبدالله ګل په نوم سیمه کې پر امنیتي پوستو کړي دي.
وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.