د بغلان پولیس: د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د نیولو عملیات پیل شوي

د بغلان ولايت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د بغلان ولايت د پولیسو وياند ذبيح‌الله شجاع وايي، پرون ماښام د دې ولايت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ په ترموش سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر ځايونو د افغان امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او اووه نور يې ټپيان شوي دي.

تاله‌وبرفک ولسوالۍ ۱۰ ورځې مخکې سقوط وکړ.

ذبيح‌الله شجاع همداراز وايي طالبان اوس‌مهال د شا تګ په حال کې دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.