د راپورونو له مخې د ایران په جنوب لوېدیځ د کازیرون په ښار کې په یوې قهرجنې مظاهره کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس فارس د راپور له مخې په ښار کې د پولیسو یوه مأموریت ته هم اور اچول شوی دی.
د راپور له مخې په دې ښار کې پرون ماښام یوې کوچنۍ ډلې اعتراض کړی و.
په نیویارک کې دېره د ایران لپاره د بشري حقونو ډلې د سیمهییزو سرچینو له قوله ویلي چې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.
په کازیرون ښار کې له څو اوونیو راهیسې یو شمېر سولهییزو مظاهره کوونکو د هغې پرېکړې په وړاندې چې د ښار یو شمېر اداري برخې سره جلا کېږي او له نورو سره نښلېږي، اعتراضونه کړي دي.