نوري: د غزني په ۴ ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په یو شمېر ولسواليو کې د بریدونو پر مهال ۱۴ افغان سرتېرو او ۵۶ وسله‌والو طالبانو ته مرګه وژبله اوښتې.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت پر جغتو ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د یادې ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر محمد اسماعیل په ګډون ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي.

نوموړي زیاته کړه چې ولسوالۍ یې د سقوط له ګواښ څخه ژغورلې او پر مهال‌یې ۲۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

نوري همدارنګه زیاته کړه چې په زنخان، اندړو او ګېلان ولسوالیو کې هم په وسله‌والو نښتو کې ۹ افغان سرتېرو او ۲۵ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بل‌خوا د غزني د ولایتي شورا یو غړي نصیر احمد فقیري ازادي راډیو ته وویل چې جغتو ولسوالۍ تېره شپه د څو ساعتونو لپاره طالبانو نیولې وه چې پر مهال‌یې ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ازادي راډيو ته په یو استولي برښنالیک کې ویلي چې جغتو ولسوالۍ ته‌یې سقوط ورکړی او په خبره‌یې چې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې.

خو په نورو ولسوالیو کې یې د بریدونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.