په مشرانو جرګه کې د فراه ولايت يو سناتور وايي، د فراه په وروستيو ناامنيو کې د «سيمې استخبارات» لاس لري.
د ده په خبره وسلهوالو غوښتل په وروستۍ ډلهييزه حمله کې خپل بنديان خوشې کړي چې پهدې کار بريالي نهشول.
ګل احمد اعظمي پېشنهاد کوي چې په فراه ولايت کې دې محلي حکومتوالي تقويه او اضافي ځواکونه وګمارل شي.
فراه ولايت په وروستيو کې د ډلهييزو حملو شاهد و چې د فراه د والي بصير سالنګي په خبره په وروستۍ حمله کې شااوخوا ٢٠٠٠ وسلهوالو برخه درلوده.
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له سناتور اعظمي پوښتنه کړې چې وسلهوال څنګه وتوانېدل په فراه کې دا ډول ډلهييزې حملې پلان کړي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5