روان کال د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کارېزونه رغېږي

د روان ۱۳۹۷ کال تر پایه د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کارېزونه رغول کېږي.

د کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حامد هلمندي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د اوبو ۲۵۰ کارېزونه سروې شوي او پر نورو هم کار روان دی.

ښاغلی هلمندي وايي چې کارېزونه د هېواد د اقتصاد په برخه کې د پام وړ رول لري او پر رغولو سره به‌يې د وچکالۍ ستونزه حل او په کرنیزو تولیداتو کې زیاتوالی راشي.

نوموړی زیاتوي، په اوسط ډول پر هر کارېز څه باندې ۵۰ زره ډالره لګښت راځي.

د معلوماتو له‎ مخې، پخوا په ټول افغانستان کې د اوبو ۹۷۲۰ کارېزونه موجود وو او تر دوو میلیونو زیاتو کسانو په‎کې کار کاوه.