په پام کې ده چې په بلخ ولایت کې د تولیدي فابریکو د برښنا د ستونزې د هوارۍ په هدف غضنفر شرکت پهدې برخه کې په کار پیل وکړي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیر احمد سپاهيزاده نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه شرکت له فعالیت سره به ۵۰ مېګا واټه برښنا تولید او په صنعتي پارک کې به پر فابریکو ووېشل شي.
سپاهيزاده وايي چې اوسمهال د دغه شرکت ماشینالات او نور لازم وسایل موجود دي او کله چې يې د ځمکې ستونزه هواره شي، عملاً به برښنا تولید کړي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس وايي چې د برښنا پر دغه پروژه ۷۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.