غزني: جغتو ولسوالۍ له څو ساعتونو سقوط وروسته بېرته ونیول شوه

د غزني ولایت سیمه‎ییز چارواکې وايي، د دغه ولایت جغتو ولسوالۍ تېره شپه د څو ساعتونو لپاره د وسله‎والو طالبانو لاسته لوېدلې وه.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فکري نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه سلګونه وسله‎والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ ډله‎ییز بریدونه کړي او پر مهال‌یې د یادې ولسوالۍ د امنیت د مدیر اسماعیل بخښلي په ګډون ۸ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور سرتېري هم ټپیان دي چې سهار ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاسته ولوېده.

نوموړی وايي، وسله‎والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ سوځولې او ګڼ شمېر مهمات او وسلې یې له ځان سره وړې دي.

ښاغلی فکري زیاتوي، په ولسوالۍ کې اوس هم خال خال نښته شته.

له دې سره په سیمه کې یو ځايي خبریال محمد امیري هم ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو د جغتو ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نیولې وه چې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله هم اړولې.

د غزني ولایتي اداره او د امنیه قوماندانۍ مسؤلین بیا په‎دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ازادي راډيو ته په یوه استولي برښنا لیک کې ویلي چې یاده ولسوالۍ یې نیولې او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته‌یې هم مرګ ژوبله اړولې.