د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار اداره یا سیګار وايي، امریکایي پوځیانو د افغان ځواکونو د شمېر په اړه له دوی سره ناسم ارقام شریک کړي وو.
د سیګار مشر پرون سې شنبه د امریکا کانګرس ته دا خبره کړې او ویلي یې دي چې ادارې یې د اپرېل په ۳۰مه د همدغو ناسمو ارقامو پر اساس یو راپور وړاندې کړی و.
د سیګار مشر جان سوپکو وویل چې د تازه شمېر له مخې د افغان پوځ شمېر ۳۱۳ زره او ۷۲۸ کسان دي چې پخوا دا شمېر دوی ته ۲۹۶ زره او ۴۰۹ تنه ښودل شوی وو.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې د اپرېل په ۳۰مه په خپل راپور کې د افغان پوځیانو د شمېر د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
تازه جان سوپکو د امریکا دفاع وزارت ته د اپرېل د ۳۰مې د راپور په پرونۍ اضافي برخه کې سپارښتنه کړې چې د افغان پوځ په اړه د سیګار ادارې د مهالنیو راپورونو لپاره دې له دوی سره په وخت او کره شمېرې شریکې کړي.