هېواد: پر فراه د طالبانو د حملې تر شا د ایران ښکاره لاسونه لیدل کېږي

د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب پر فراه ښار د طالبانو پرونۍ حملې او په‎دې اړه پورته شویو غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې پر فراه ښار د طالبانو د حملې مخه نیول شوې ده او ښار د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

خو ورځپاڼې د ځینو نورو سرچینو په حواله لیکلي چې د تېرې شپې تر ناوخته پورې د فراه ښار زیاته برخه د طالبانو په ولکه کې وه او نن هم د جګړې امکان شته.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان حکومت په مشرانو انتقاد کړی دی او لیکلي دي، دوی له بحرانه د هېواد د ایستلو پر ځای په انتخاباتي کمپاینونو بوخت دي.

ورځپاڼه لیکي:

د فراه ولایت د سقوط په درشل کې ولسمشر د یوې عادي پروژې د پرانیستلو له‎پاره لوګر ته ولاړ او اجرائیه رئیس هم په کابل کې د ولسمشر په تېرو ورځو څرګندونو انتقادونه کول.

ورځپاڼې لیکلي چې د حکومت دواړه مشران د هېواد له ملي مسایلو سره د خپلو ګټو پر اساس چلند کوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې پر فراه ښار د طالبانو د حملې تر شا د ایران ښکاره لاسونه لیدل کېږي او دا ځکه چې لا دمخه راپورونه موجود وو چې ایران په فراه کې د اوبو د کنټرول او مدیریت د مخنیوي له‎پاره طالبانو ته خورا پرمختللې وسلې ورکړي دي.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم له دې وړاندې په لوړه دفاعي او امنیتي کچه چارواکو ته راپورونه ورکړل شوي وو چې ایران د فراه ولایت په اړه ښه نیت نه‎لري او په لوړه کچه د دغه ګواښ د مخنیوي له‎پاره هڅې روانې وې، خو دا چې دښمن بریالی شو، نو دا مسئله د جدي اندېښنی وړ ده.

ورځپاڼې وړاندې پر افغان او امریکایي ځواکونو انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې پر فراه ښار د طالبانو او ترهګرو حمله هلته کنټرول شوه چې افغان او امریکایي ځواکونو هوایي ځواک وکاروه چې د ورځپاڼې په وینا دا نو ناوخته وه، ځکه چې دښمن خپل کار کړی وو او د ښار په سقوط بریالي شوي وو.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم په افغانستان کې د حالاتو د خرابېدو پړه د حکومت پر مشرانو اچولې او لیکلي یې دي چې فراه د ملي وحدت حکومت د کمزورۍ اوج څرګندوي.

طالبانو په‎ فراه ښار کې د ملي وحدت حکومت قدرت نندارې ته وړاندې کړ.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې لیکلي، په‎داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت مشران په حاشیه‎وي مسایلو بوخت دي، وسله‎وال مخالفین د سیمې د استخباراتي کړیو په ملاتړ د ستراتېژیکو سیمو د لاندې کولو په هڅه کې دي.

ورځپانې لیکلي دي چې همدا اوس وسله‎وال مخالفین په څو جبهو کې له افغان دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او یو شمېر سیمې یې لاندې کړې دي چې تر ټولو خونړۍ یې د فراه پر ښار حمله ده.

د ورځپاڼې په وینا طالبانو په‎دې ښار کې د ملي وحدت حکومت قدرت نندارې ته وړاندې کړ او دا یې وښودله چې دغه حکومت په افغانستان کې د حالاتو د کنټرول او مدیریت توان نه‎لري.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو له مخکې نه پر فراه ولایت د حملې خبرداری ورکړی وو، خو د حکومت مشران د دې پر ځای چې د فراه له‎پاره تدابیر ونیسي، په خپل‎منځیو اختلافاتو بوخت وو.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې لیکلي چې طالبان په لویدیځ زون کې په خپلو حملو سره هڅه کوي چې د ملي او سیمه‎ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو مخنیوی وکړي.

ورځپاڼې که څه هم د کوم هېواد نوم نه‎دی اخیستی، خو لیکلي یې دي چې د سیمې او ګاونډ د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې اقتصادي پروژې پلې نه‎شي او طالبان د دغو هېوادونو د اهدافو د پلي کولو هڅه کوي.

خو ورځپاڼې وړاندې پر خلکو غږ کړی چې په اتحاد او یووالي سره په هېواد کې د ملي او سیمه‎ییزو پروژو د پلي کولو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه لیرې کړي.

ورځپاڼې د دښمن د دغو هڅو د شنډولو له‎پاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې هم ستایلې دي او لیکلي یې دي چې په‎کار ده، له ملي ځواکونو په کلکه ملاتړ وشي.