ظریف: د اټمي تړون په اړه ایران په سم لوري روان دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، تهران او اروپايي قوتونه وروسته له هغې چې واشنګټن د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون څخه ووت، د دې تړون د ژغورنې لپاره یو "ښه پیل" کړی.

جواد ظریف د سې شنبې په ورځ ناوخته په بروکسل کې د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر لیدنې وروسته وویل:

"موږ په سم لوري روان یو، ډېر په‎دې پورې اړه لري چې په راتلونکو څو اوونیو کې موږ څه کولای شو."

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني چې په‎دې غونډه کې یې برخه لرله وویل:

"وزیرانو دې ته چمتووالی وښود چې د تهران سره د اټمي تړون د ساتلو لپاره عملي لارې پیدا کړي."

نوموړې زیاته کړه چې د دې کار لپاره په بیړه د اقداماتو پر اهمیت ټول لوري پوهېږي او ټولو خواوو سلا وکړه چې په څو اوونیو کې به د هواري لارې پیدا کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د خپل هغه نړیوال سفر په وروستي پړاو کې بروکسل ته تللی چې غواړي د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د شوي اټمي تړون لپاره ملاتړ راخپل کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ له دې تړونه د وتلو اعلان وکړ او ویې‌ویل ایران په منځني ختیځ کې د وسله‎والو په تمویل او د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په ازموینې د دې تړون له روحیې سرغړاوی کړی دی.