ولایتي شورا: ناامنیو په سرپل کې پر انتخاباتي بهیر منفي اغېز کړی

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال اسد الله دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د دې ولایت څه باندې ۵۰ سلنه اراضي د طالب وسله‌والو او داعشیانو په تصرف کې ده.

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال همداراز وايي چې د ولایت په مرکز کې هم ۷۰ کلي د طالب وسله‌والو په ولکه کې دي او هلته دوی خلک ټاکنیزو مرکزونو ته له مراجعې منع کوي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د دولت ضد په دې جنګیالیو کې ازبکستاني، پاکستاني، چچني او بنګله‌دېشي وسله‌وال هم شامل دي چې دا ترورېستان د افغاني جنګیالو په تجهیز او روزنه کې فعاله ونډه لري.

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال اسد الله دانش وايي، طالب او داعش ترورېستي ډلې نه‌پرېږدي چې خلک د رأی ورکونې کارتونه «سټیکرونه» واخلي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له خنډ سره مخ کوي.

د سرپل ولایتي شورا مرستیال وویل:

"نا امنۍ په سرپل کې مخ په زیاتېدو دي او د وسله‌والو مختلفو ډلو حضور سبب شوی، تر څو د رأی ورکونې د کارتونو د توزیع مرکزونه بند شي او هم خلکو ته تهدید متوجې دی، تر څو ټاکنو کې برخه وانه‌خلي."

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني هم په دې ولایت کې د بهرني ترورېستانو حضور تأیید کړی او ویلي دي چې د رأی ورکونې د کارتونو «سټیکرونو» ۶۱ مرکزونه د نا امنیو له امله بند دي.

اسد الله دانش سرپل ولایت کې د خارجي ترورېستانو د کورنیو پراخ حضور تأییدوي او وايي دا جنګیالي په دې هدف سرپل کې ځای پر ځای شوي دي، تر څو افغان ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.

ذبیح الله اماني

دانش وویل:

"موږ سرپل ولایت ته دې بهرني ډلو حضور او راتګ تأییدوو، خپلو لیکو ته د خلکو د جذب په خاطر دې ولایت ته راغلي دي، خو دقیق آمار یې نه‌دي معلوم شوي."

په عین وخت کې د سرپل ولایت اوسېدونکي هم له موجوده نا امنیو سر ټکوي او وايي چې د دې وضعیت دوام به سبب شي تر څو دوی د ټاکنو په ملي پروسه کې برخه وانه‌خلي او د رأی ورکونې له حق څخه محروم شي.

د سرپل دوه تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:

"زه مجید یم، په دې وروستیو کې نا امنۍ سرپل ولایت کې زیاتې شوي دي، موږ د خپل مال او ځان اندېښنه کې یو، نه‌پوهېږم چې زموږ سرنوشت سره به څه پېښ شي."

"عبدالوهاب یم د سرپل ولایت څخه، هره ورځ دلته په ولسوالیو کې نا امني مخ په زیاتېدو ده، حتی د ښار په مرکز کې هم جګړه دوام لري، ټولې سیمې د داعشیانو او طالب وسله‌والو په ولکه کې دي، له دولت څخه غواړو تر څو د خلکو د امنیت په خاطر کار وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده دمخه افغان پوځیانو له نړیوالو ځواکونو سره په ګډه د جوزجان او سرپل ترمنځ په پولو کې د داعشیانو پر خوندي پټن‌ځایونو هوايي حملې وکړې، خو د لږ وخت په تېرېدو سره بیا یادې ډلې له همدې سیمو سر راپورته کړی او د سرپل مختلفو ولسوالیو ته‌یې ګواښ پېښ کړی دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی