د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبه د ایران او نړیوالو د اټمي موافقې په اړه د فرانسې له جمهور رئیس سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
کرملېن ویلي چې دواړو مشرانو په خپلو کې له ایران سره اټمي موافقې ته پر تعهد ټینګار کړی دی.
خو د روسیې خبري اژانس انټرفکس ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې د روسي او بهرنیو کارپوهانو په غونډه کې ویلي چې که چېرې ایران مذاکرو ته حاضر نهشي، د اټمي موافقې خوندي ساتل به ګرانه خبره وي.