د افغانستان د ازادو مبارزو درې لوبغاړو د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره نن سې شنبه له پاکستانه هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان د «AFC» سازمان فني مرستیال صدیق نوري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو هر یو نصیبالله تُرابي په ۶۰ کېلو ګرام وزن کې، صفيالله محمدي او عبدالغیاث په ۶۳ کېلو ګرامه وزنونو کې خپل پاکستاني سیالان مات کړل، خو یوازې شفیعالله سلطاني له پاکستاني سیال څخه ماته وخوړه.
ښاغلی نوري وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چلنچ کپ دا سیالۍ د مې په ۱۰مه نېټه په پاکستان کې ترسره شوې چې افغان لوبغاړو پهکې ښې لاسته راوړنې درلودې.