طالبان له کومو جنګي تاکتیکونو کار اخلي؟

راپورونه وايي چې د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کې دننه د وسله‎والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ازادي راډیو خبریال د فراه د ولایتي شورا د سرچینو له قوله وايي چې وسله‎والو تېره شپه له دوو خواوو پر ښار حمله وکړه او جګړه تر اوسه هم روانه ده.

پر فراه او د هېواد په نورو سیمو کې د روزل شویو دولتي ځواکونو پر ضد په یوه وخت کې د دې ډول پراخو حملو تنظیمول خورا زیات امکانات غواړي، خو ایا طالبان دا امکانات لري؟

د وسله‎والو طالبانو د بشري او جنګي امکاناتو په اړه د ازادي راډیو خبریال احمد تکل د سیاسي چارو له کارپوه سمیع یوسفزي سره مرکه کړې.

ښاغلي یوسفزي په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې طالبان له کومو جنګي تاکتیکونو کار اخلي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له سمیع یوسفزي سره مرکه