د ازبکستان ولسمشر سبا چهارشنبه امریکا ته ځي

سپینه ماڼۍ وايي چې د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف به چې امریکا ته په لومړي سفر روانېږي، د بشري حقونو د حالت او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره اصلاحاتو ته وهڅول شي.

په سپینه ماڼۍ کې د مرکزي او جنوبي اسیا د چارو کتونکې، لیزا کورټس پرون وویل چې قدرت ته د میرضیایف تر رسېدو وروسته، په ازبکستان کې ښه پرمختګ شوی دی.

خو هغې دا هم وویل چې امریکايي چارواکي به پر میرضیایف ټینګار وکړي چې د هغو ستونزو د حل لپاره چې له ډېرې مودې د ازبکستان خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، لکه پر بشري حقونو تېری، د مذهب ازادي محدودیت او د مطبوعاتو ازادي چې د لیزا کورټس په وینا، اصلاح ته‌یې اړتیا ده.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف به سبا په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

د ازبکستان حکومت وړمه ورځ، د میرضیایف د سفر په درشل کې امریکا ته د ښه نیت څرګندولو لپاره د بشري حقونو یو مدافع، فخرالدین طلایف چې تقریباً څلور کاله زنداني و، خوشې کړ.

د بشري حقونو د څارنې نړیوالو ادارو ویلي و چې طلایف د سیاسي عقدې له مخې زنداني شوی و.