د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن بېړنۍ غونډه کوي چې داسرائيل او د غزې ترمنځ په سرحدي سیمو کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه خبرې پهکې وشي.
په ملګرو ملتونو کې د کوېټ ډيپلوماتیک مأموریت د امنیت شورا د دې غونډې د رابللو غږ کړی دی.
د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې پرون لږ تر لږه ۵۸ فلسطینیان ووژل شول او ۱۲۰۰ کسان زخمیان شول.
دې کسانو بیتالمقدس ته د امریکا سفارت د انتقال پر ضد اعتراض کړی وو او اسرائيلي ځواکونو ډزې ورباندې وکړې.
اسرائیل ویلي چې پوځيانو یې له خپلو سرحدونو دفاع کوله او د حماس وسلهوالو هڅه کوله چې د اعتراض کوونکو په جامه کې، پر اسرائیلي لوري حملې وکړي.
دا لا نهده څرګنده شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن څه پرېکړه وکړي او څه ډول بیان به خپرو کړي.
خو د شورا غړو ویلي چې د کوېټ استازو پرون په دې اړه یو بیان برابر کړی وو، خو غړي یې ونهتوانېدل چې د کوېټ له لوري پر برابر شوي بیان موافقه وکړي او په ګډهیې خپور کړي.
د کوېټ له لوري د برابر شوي بیان په خامه کاپي کې چې مطبوعاتو ته رسېدلی، لیکل شوي چې امنیت شورا پر مظاهرهچیانو د حملې له امله سخت په غصه ده او په اړهیې د خپلواکو او شفافو څېړنو غوښتنه کوي.